که بهارت پاکستان باندي جنګ مسلط کړو نو دلي کښي به جنګ ختموو

که بهارت پاکستان باندي جنګ مسلط کړو نو دلي کښي به جنګ ختموو

د اطلاعاتو لپاره وزيراعظم معاون خصوصي فردوس عاشق اعوان وئيلي چي که بهارت پاکستان باندي جنګ مسلط کړو نو دلي کښي به جنګ ختموو
لاهور کښي ګورنر پنجاب چوهدري سرور سره خبري غونډي په محال معاون اطلاعات فردوس عاشق اعوان وينا وه چي پاکستان کشمير سره د ورورولي رشته جاري ساتل غواړي او کشميريانو په غير موجودګي کښي به هند سره څه قسمه خبري اتري نه کوي
هغوي زياته کړے چي څو واري وزيراعظم عمران خان نړي مقبوضه کشمير کښي نسل کشي طرف ته متوجه کړي خو د بد مرغه څه مسلمان ملکونه کشميرمشکلات نه محسوسوي ځکه چي هغوي خپل معاشي مفادات دي
معاون خصوصي دا هم وينا وه چي مودي سرکار د ملګرو ملتونو يوولس قراردادونه خپو لاندے کړي،مودي سره مونږ څه زاتي جهګړا نيشته خو پاکستان دا غواړي چي مقبوضه کشمير کښي قتل عام بند کړے شي
په دے موقع پنجاب ګورنر چودهري سرور وينا وه چي مونږ به خپلي وعدے مطابق کرتار پور راهدري کهولاوو