که خيبرپښتونخوا کښي بجلئ غيراعلانيه لوډشيډنګ بند نه کړي شو نو بيا به د ټول ملک بجلي بندولي شي,سردار حسين بابک

که-خيبرپښتونخوا-کښي-بجلئ-غيراعلانيه-لوډشيډنګ-بند-نه-کړي-شو-نو-بيا-به-د-ټول-ملک-بجلي-بندولي-شيسردار-حسين-بابک

عوامي نيشنل پارټۍ خيبر پښتونخوا سييکرټري جنرل او پارليماني ليډر سردار حسين بابک حکومت ته خبرداري ورکړي چې که چري د بجلئ غير اعلانيه لوډشيډنګ بند نه کړي شو نو بيا به د ټول ملک بجلي بندولي شي.پيښور باچا خان مرکز لخوا جاري شوي بيان مطابق عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي جنرل سيکرټري سردار حسين بابک وئيلي چي ملک کښې روان د بجلئ غير اعلانيه لوډ شيډنګ او کم وولټيج له کبله اولس ذهني مريضان جوړ شويدي او کاروبار ورسره په مکمله توګه تباه شويدي.سردار ځسين بابک وينا مطابق بجلي د دي صوبي پيداوار دي او بيا هم بجلئ په اولس ګرانه بيعه خرڅولي شي.سردار حسين بابک حکومت ته خبرداري ورکړي چي که چري د بجلئ لوډشيډنګ ختم نه کړي شو بيا به د ټول ملک بجلي بنده ولي شي او که چري ملکي حالات خراب شو نو ذمه وار به ئي حکمرانان وي