که دامريکې سائفر تحقيقات اوشي نوقامي اسمبلې ته واپس تلې شو

دپي ټي ائي چيئرمين عمران خان قامي اسمبلې ته واپس تلو باندې مشروط رضامندګي ظاهر کړې، وائي چې که دامريکې سائفر تحقيقات اوشي نوقامي اسمبلې ته واپس تلې شو، زمونږ خو اسټيبلشمنټ سره ډير ښه تعلقات وو ولې خبر نه يم چې کله او څنګه تعلقات خراب شو
بني ګاله کښې صحافيانو سره خبرو دوران عمران خان اووئيل اپوزيشن نه زيات دحکومت اسټيبلشمنټ سره تعلقات ضروري دي، وائي چې مونږ خو اپوزيشن کښې يو، زمونږ اسټيبلشمنټ سره څنګه تعلقات کيدې شي، پاکستان کښې اسټيبلشمنټ يو حقيقت ده، پاکستان کښې اسټيبلشمنټ سره ټول اختيارات دي، دپي ټي ائي چيئرمين زياته کړه چي موجوده حکومت دنيب يولس سوا اربه روپو مقدمے ختم کړي، دنيب کيس ختميدو سره اسحاق ډار ملک ته واپس راتلو تياري کوي، اسحاق ډار نه پس نوازشريف هم ملک ته دواپس راتلو تياري کوي، عمران خان اووئيل چې دشهبازشريف تقرير دملک ديواليه کيدو اعلان دي، شهبازشريف او مفتاح اسماعيل دملک بيړه غرقه کړې، مفتاح اسماعيل دکينسر علاج ډسپرن سره کوي، دملک معيشت علاج دوا په ځاے سرجري ضرورت دي، دپي ټي ائي چيئرمين اووئيل چې په خطې ملکي مفاد لاندې ټول ملکونو سره تعلقات غواړو، دنوې دهلي برترې او اسرائيل تسليمول خارجه پاليسي نشي کيدي، مودې دپاکستان ټوکړې کولو اراده لري، وائي چې امريکې سره هم ملکي مفاد مطابق تعلقات غواړو