که د کشميريانو لپاره زر کاله هم جنګ کول وي نو پاکستان به ئې کوي

که د کشميريانو لپاره زر کاله هم جنګ کول وي نو پاکستان به ئې کوي

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري دهند وزيراعظم نريندر مودي ته چيلنج ورکړې چې که مودي ځان له بهادر وائي نو کشمير کښې قدم کيږدي ،خپل حيثيت به ورله په خپله معلوم شي ، د ګجرات مسلمانانو قاتل مودي اوس د کشميريانو قتل کوي ، بلاول په حکومت هم نيوکې کړې ، وائي چې د حکومت د يو کال کارکردګي زيرو ده
دا خبرې د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري سکردو کښې جلسې ته خپل خطاب کښې کړيدي
د بلاول بهټو زرداري وينا وه چې تاريخ به مودي صرف د قاتل په نوم يادوي او که مودي ځان ډير تکړه ګنړي نو په سري نګر کښې دې جلسه اوکړي چې خپل حيثيت ورله معلوم شي
بلاول اووئيل چې که د کشميريانو لپاره زر کاله هم جنګ کول وي نو پاکستان به ئې کوي ، د کشميريانو سترګې دا وخت صرف او صرف دپاکستان طرف ته دي
بلاول دا هم اووئيل چې د کشمير ريفرنډم کښې به خلق ذوالفقار علي بهټو ته ووټ ورکوي ، بلاول مطالبه هم کړې چې بهارت دې حريت مشران رها کړي ، احتجاج کول د هغوي حق دے
په دې موقع بلاول بهټو زرداري په حکومت هم تنقيد اوکړو او اووئيل چې حکومت سره د غريب اولس هيڅ احساس نشته دے ، د روز ګار ورکولو پرځائے ئې خلق بے روزګاره کړيدے