که عمران خان اسمبلياني ماتول غواړي، نو ماتي دي کړي

که عمران خان اسمبلياني ماتول غواړي، نو ماتي دي کړي، نقصان به مونږ ته نه دوي ته وي، د خواجه سعد رفيق او رانا ثنا الله پريس کانفرنس،خواجه سعد رفيق واي چي که تحريک انصاف خبري اتري کول غواړي نو سنجيدګي دي وښائي، د ايمپائر سره په شريکه لوبه کول د عمران خان پخوانے کار دي، عمران خان د فرعونيت ښکار دي، رانا ثنا الله ويلي چي مونږ سياستدان يو ، مونږ چرته هم د مزاکراتو نه انکار نه يو ،
د ن ليګ پارليماني پارټي اجلاس نه پس ميډيا بريفنګ په وخت خواجه سعد رفيق ويلي چي عمران خان چي کله وزيراعظم وو نو د فرعونيت ښکار وو، عمران خان به اپوزيشن سره سلام دعا کول هم نه غوښتل، وس که تحريک انصاف مزاکراتو پيشکش کوي، نو اول دي سنجيدګي وښائي، که اسمبلياني ماتي شوي نو نقصان به مونږ ته نه عمران خان ته وي، د پنجاب او پختونخوا د حکومت په خرچ عمران خان لانګ مارچ کړي، عمران خان دهمکيانو په زريعه مونږ نشي بليک ميل کولي، په دغي موقع رانا ثنا الله ويلي چي بطور سياستدان مونږ مزاکراتو ته تيار يوو، خو دوي په زور زبردستي باندي خپله مرضي په حکومت نشي مسلط کولي