که عمران خان سياست نه لري کړي شي نو ملک به ترقي شروع کړي

د مسلم ليګ ن نائب صدري مريم نواز وئيلي که عمران خان سياست نه لري کړي شي نو ملک به ترقي شروع کړي،مريم نواز الزام لګولي چې عمران خان شپي ايوان صدر کښې پټ ملاقاتونه کؤي او اين آر او غواړي، چې اين آر او ورته ملاؤ نه شي نو بيا دهړکي ورکول شروع کړي،
عدالت نه پاسپورټ بيرته ترلاسه کولو وروستو مريم نواز پريس کانفرنس کړې،وئيلي دي چې خوشحاله یم چې ماته خپل پاسپورت واپس ملاؤ شو خوسوال داپیدا کیږي چې ولې درې کاله خپل حق نه محرومه ساتلي شوې يم ، کوم کيس کښې چې ځما پاسپورټ اخستلي شوې وو هغه کيس جوړ شوې هم نه دې، ما ته کيبلري کوئين ویل شوې وو،زما پلار هیڅکله کاروبار نه ده کړې،زه شپږ کاله د پانامه په دروغجنه مقدمه کښې اخته ووم، مريم نواز اوويل چې د نیب نوي ترمیمونو لوجې ماته ريليف نه دې ملاؤ شوې، ما خپل وکيل ته هدايات کړي وو چې د نيب نوي ترميم نه فائده نه اوچتوم، مريم نواز په عمران خان سختي نيوکي کړې،وائي چې د پاناما لوبه د عمران خان اقتدار ته راوستو لپاره جوړه شوې وه، اوس د معافې پرځای عمران خان د این آر او چغي وهي،