که وفاقي وزيرداخله اعجاز شاه د يوولسم نومبر نه مخکښې استعفي ورنکړه نو اے اين پي به د اسلام اباد مخه اوکړي،ثمر هارون بلور

که وفاقي وزيرداخله اعجاز شاه د يوولسم نومبر نه مخکښې استعفي ورنکړه نو اے اين پي به د اسلام اباد مخه اوکړي،ثمر هارون بلور
APP25-30 PESHAWAR: September 30 - MPA and ANP Secretary Information Ms. Samar Haroon Bilour addressing a press conference at Press Club. APP Photo by Shaheryar Anjum

د خيبر پښتونخوا د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي ترجمانے ثمر هارون بلور وئيلي که وفاقي وزيرداخله اعجاز شاه د يوولسم نومبر نه مخکښې استعفي ورنکړه نو اے اين پي به د اسلام اباد مخه اوکړي.پيښور پريس کلب کښې هنګامي خبري غونډي ته د وينا په وخت ثمر هارون بلور وئيلي چي وزيرداخله انتهائي متنازعه بيان ورکړې خو حکومت تر اوسه پوري هغه د خپلے څوکئ نه لري نکړو د کوم نه چي دا خبره ثابت شوي چي په موجوده حکومت کښې د خپلو وزيرانو دپاره د سزا اوجزا قانون نيشته دے.ثمر هارون بلور اووئيل چي هغوي ته پخپلو شهيدانو فخر دے او د وزيرداخله لخوا جاري شوي بيان د اے اين پي د قربانو توهين کړيدے،صوبائي ترجمانے زياته کړي چي وزيرداخله د اے اين پي او ادارو تر مينځه د بدګمانيانو پيدا کولو دپاره دا قسمه بيان ورکړې او ايمل ولي خان حکومت ته د لسو ورځو الټي ميټم ورکړې چي هغوي دي اعجاز شاه د خپلي څوکۍ نه لري کړي ګيني اے اين پي به د احتجاج دپاره د اسلام اباد مخه اوکړي