که په ټيکس ورکولو څوک خفا کيږي نو خفا دې شي

0
106
: عبدالحفيظ شيخ

مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ وئيلي دي چې که په ټيکس ورکولو څوک خفا کيږي نو خفا دې شي حکومت به خپل اهداف ضرور حاصلوي ،مشير خزانه وائي چې ملکي معيشت د ګران وخت نه تيريږي، کوشش کوي چي د خلکو خواهشاتو او طمعي پورا کړو
دا خبرې مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ اسلام آباد کښې پوسټ بجټ پريس کانفرنس کښې کړيدي
د مشير خزانه وينا وه چې بعضې خلق په ټيکس ورکولو ناراضه کيږي نو ناراضه دې شي ولې چې حکومت به خپل اهداف په هر صورت کښې حاصلوي
مشير خزانه اووئيل چې د تيرو قرضو سود ادا کولو لپاره مونږ نوے قرض اخلو، د فوج او حکومت خرچے د قرض په پيسو پورا کوي
مشير خزانه مخکښې اووئيل چې بجټ کښې حکومت د فوج او خپلې خرچې هم کمې کړيدي
مشير خزانه دا هم اووئيل چې هر کال په څلور زره اربه روپو ټيکس کښي مونږ نه دوه زره اربه روپي د قرضو په سود کښي ځي
مشير خزانه زياته کړي چې دا غلط تاثر دې چې ايکسپورټ سيکټر دې پاره څه چيړ چهاړ شويدے