که څوک کار نه کوي نو کور ته دي ځي، د عمران خان اعاده

0
37
، د قامې مالياتي امورو اجلاس د ګل په ورځ اسلام آباد کښي کيږې

بني ګاله کښي د عمران خان په مشري کښي د پارټي د مشرانو غونډه شوي،ذرائع وائي چي خان صيب يو واري بيا وئيلي دي چي څوک کار نه کوي نو کور ته به ځي، خان صيب د اسد عمر د کوششونو تعريف کړي او د دي خواهش اظهار ئي کړي چي غواړم اسد عمر بيا د کابيني برخه جوړه شي
ذرائع وائي چي خان صيب د پارټي مشرانو ته واضحه کړي چي د مرکز سره سره ئي په صوبائي حکومتونو هم نظر دي او هلته هم د وزارتونو د کارکردګي نه ځان خبر ساتم
ذرائع وائي چي وزيراعظم عمران خان د پارټي مشران په کابينه کښي د اوسني ردو بدل په معامله په اعتماد کښي اخيستي ولي بيا ئي واضحه کړي چي که څوک کار نه کوي نو کور ته به ځي، چاته هم مستقل حکومت نه دي ميلاو شوي
ذرائع دا هم وائي چي خان صيب په کابينه کښي نوي شامل شوي وزيرانو او مشيرانو ته په صفا ټکو کښي وئيلي دي چي په لنډ وخت کښي راته کار پکار دي، وړومبي اصلاحاتي ايجنډا او منصوبه بندي جوړه کړي او بيا پري کار شروع کړي، ډير زر به د متعلقه وزارتونو کارکردګي ګورم
ذرائع وائي چي دبني ګاله په اجلاس کښي د ردوبدل ښکار وزيرانو فواد چوهدري ، غلام سرور خان، شهريار افريدي او عامر محمود کياني ګډون نه دي کړي