که چا هم قانون په لاس کښې واخستو نو ايکشن به اخستې شى ، شيخ رشيد

داخله وزير شيخ رشيد احمد وئيلى که پى ډى ايم پشمول چا هم قانون لاس کښې واخستو نو ايکشن به اخستې شى،د ټي ايل پي لوظنامے مطابق د فرانس سفير ملک بدر کولو مطلب يورپي يونين نه پاکستان بهر کول دي، داخله وزير دا هم وئيلي چي اپوزيشن ته به احتجاج سره داولس مشکلات سيواکيدو نه علاوه نور هيڅ په لاس نه ورځي

اسلام آباد کښې د ايئر پټرولنګ يونټ پرانستې وروستو ميډېا سره خبرو په وخت داخله وزير اووئيل چې ملک کښې ګراني ده، معاشي مسئلے دي، آئي ايم ايف چيلنجز دي، دافغانستان مسئله ده، دا ټولې مسئلې به حل کولې شي او عمران خان حکومت به پنځه کاله پوره کوي شيخ رشيد اووئيل چې اپوزيشن جمعه جمعه کوي اود اپوزيشن د تيرې ورځې احتجاج کښې هم سکون ډاټ کام وو د يوې پښتنې په جواب کښې داخله وزير اووئيل چې د ډي جي آئي ايس آئي تقررۍ په اړه فواد چودهري بيان ورکولې شي