که چرې بلوچستان کښې ترهګرې وسنۍ پيښو کښې غير ملکې طاقتونه ملوث وې نو هغه به په ډاګه کولې شې

پاکستان بين القوامي ورورولۍ نه دمقبوضه کشمير صورتحال نوټس اخيستو اپيل کړے

ترجمان دفتر خارجه وئيلې دې که چرې بلوچستان کښې ترهګرې وسنۍ پيښو کښې غير ملکې طاقتونه ملوث وې نو هغه به په ډاګه کولې شې،ډاکټر فيصل مطابق وزيراعظم عمران خان به يويشتم اپريل باندې په دوه ورځنې دوره ايران ته ځې
ترجمان دفترخارجه ډاکټر فيصل اسلام آباد کښې هفته واربريفنګ پر مهال وئيلې دې چې بلوچستان کښې د ترهګرې تيرو واقعاتو کښې بهارت ملوث وو،که چرې وسنې پيښو پشا هم غيرملکې لاسونه وې نو هغه به په ډاګه کولې شې
ډاکټر فيصل مطابق وزيراعظم به يويشتم اپريل باندې په دوه ورځنې دوره ايران ته ځې او د ايرانې صدر پشمول نور قائدينو سره به ملاقاتونه کوې،
وزيراعظم به پينځويشتم اپريل باندې سره د اعلې پائے وفد د چين دوره کوې،هغه به روډ اينډ بيلټ کانفرنس کښې شرکت کوې او د چين صدر او وزيراعظم سره به ملاقاتونه هم کوې
ترجمان دفتر خارجه يو وارې بيا افغان مفاهمتې عمل کښې د مرستې او د کشمير آزادې تحريک سفارتې او اخلاقې حمايت جارې ساتلو عزم اظهار او مقبوضه کشمير کښې دبهارتې فوج مظالمو غندنه کړے ده