که چرې ټى او آرز معامله باندې ډيډلاک ختم نه شو نو بيا به فيصله په سړکونو کولے شى

قامى اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلو مشر سيدخورشيد شاه وئيلى که چرې ټى او آرز معامله باندې د اپوزيشن او حکومت ترمينځه ډيډلاک ختم نه شو نو بيا به فيصله په سړکونو کولے شى

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو اترو په وخت اپوزيشن ليډر اوئيل چې ټى او آرز باندې ډيډلاک ختمول د حکومت ذمه وارى ده او د دې فائده هم اپوزيشن نه زياته حکومت ته ده
خورشيد شاه مخکښې اوئيل چې د ټى او آرز ډيډلاک ختمولو لپاره به دقامى اسمبلۍ سپيکر آياز صادق سره خبره کولے شى
هغه دړکه ورکړه که چرې ډيدلاک ختم نه شو نو اپوزيشن به بيا فيصله په سړکونو کوى
خورشيد شاه د داخله وزير بيان باندې سخت ټکونه وکړل او وئې وئيل چې بلاول بهټو زردارى د ذوالفقار على بهټو او بے نظيربهټو وارث دے او هغوى ټوله دنيا پيژنى  او چې کوم خلق بلاول باندې نيوکى کوى هغوى ته د خپل ځان پته نشته چې هغوى کوم ځائې نه راغلى دى