که چرې په دوه ويشتم نومبر پيښور کښې دپى ډى ايم جلسې لپاره حکومت څه قسمه مداخلت وکړو نو ټوله ذمه وارى به ئې په وزير اعظم  او داخله وزير و ى،پى ډى ايم ميډيا کميټۍ

که چرې په دوه ويشتم نومبر پيښور کښې دپى ډى ايم جلسې لپاره حکومت څه قسمه مداخلت وکړو نو ټوله ذمه وارى به ئې په وزير اعظم  او داخله وزير و ى،پى ډى ايم ميډيا کميټۍ

دخيبر پښتونخوا دپى ډى ايم ميډيا کميټۍ مشرانوحکومت ته دهړکه ورکړې که چرې په دوه ويشتم نومبر پيښور کښې دپى ډى ايم جلسې لپاره حکومت څه قسمه مداخلت وکړو نو ټوله ذمه وارى به ئې په وزير اعظم عمران خان او په داخله وزير و ى.پيښور کښې دپى ډى ايم ميډيا کميټۍ غونډه شوې ده ،غونډه کښې دپيپلز پارټۍ داطلاعاتو سيکترې سنيټر روبينه خالد ، دعوامى نيشنل پارټۍ ثمر هارون بلور ، ګوهر انقلابى ، او دنورو مختلفو سياسىګوندونو مشرانو برخه اخستې وه غونډې ته دوينا په وخت دميډيا کميټۍ مشرانو اووئيل چې تر څو پورې دموجوده حکومت خاتمه نه وى شوې تر هغه وخته پورې به دپى ډى ايم تحريک روان وى او که چرې حکومت په دوه ويشتم نومبر دپى ډى ايم جلسه کښې څه قسمه خنډان رامخې ته کړل نو بيا به ئې ټوله ذمه وارى په حکومت وى.غونډه کښې دامين الله ګنډا پور لخوا دمريم نواز متعلق دغير اخلاقى بيان سخته غندنه وکړے شوه او دا ئې ووئيل چې دحکومت په څوکۍ ناست ذمه وار وفاقى وزير دې د دا قسمه بيان ورکولو نه ډډه وکړى