که چيرے اوولس احتياط ونه کړو نه د اختر نه پس به سخت لاک ډاون کولے شي

خراب معاشي حالاتو په وجه پورا ملک کښې لاک ډاون ممکن نه دے

صحت لپاره د وزيراعظم مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي ملک کښي د کورونا مريضانو شميره په زياتيدو ده او که چيرے اوولس احتياط ونه کړو نه د اختر نه پس به سخت لاک ډاون کولے شي۔ ملک کښي دا وخت د کورونا څلور زره درے سوه پنځه شپيته مريضان اسپتالونو، يوسل دولس په وينټي ليټرز دي او اووه ديرش زره ايکټيو کيسز دي ۔
سرښار اسلام آباد کښي ميډيا سره ده خبرو په وخت ډاکټر ظفر مرزا خبردارے ورکړے چي دو کورونا وبا تيزي سره په خوريدو ده او دا خبره ده تشويش وړ ده چي اوولس ده اختر چهټيانو دوران په ايس او پيز عملدرآمد نه دے کړے۔ ډاکټر ظفر مرزا وئيلي چي د خلقو خيال دے چه ګني کورونا صرف د اختر ورځ پورے وه خو دا خبره ذهن کښي ساتل ضروري دي چي دغه وبا ختمه شوے نه بلکه مسلسل په خوريدو ده او که چيري اوولس احتياط ونه کړو نو لويه انساني سانحه مخ ته راتلي شي۔ هغه اوولس ته اپيل کړے چي ده کورونا مخنيوي لپاره دے په حکومتي ايس او پيز عملدرآمد يقيني کړي او د وبا خوريدو سوب دے نه جوړيږي خوکه چيرے اوولس احتياط ونه کړو نو د اختر نه پس به سخت لاک ډاون کولے شي۔ مشير صحت زياته کړے چي دا وخت د کورونا څلور زره درے سوه پنځه شپيته مريضان اسپتالونو کښي داخل دي چي پکښي يوسل دولس په وينټي ليټرز دي ۔ دے نه علاوه دا وخت ملک کښي د اووه ديرش زره نه زيات داسي کسان موجود دي کوم چي د وائرس خوريدو سوب ګرځيدے شي۔

blank