کوئټه سرچ اپرېشن کښې اوويښت شکمن کسان نيولے شوي

0
27
د بلوچستان نوشکي او سوئي سيمو کښې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ دوه منصوبې ناکامه کړيدي بلخواپه کوئټه ښارکښې سيکيورټي فورسز  سرچ اپرېشن کړے د کومې دوران چې اوويښت شکمن کسان نيولے   شويدي
تفصيلاتو تر مخه سيکيوتى فورسز پاک افغان سرحدي سيمه پنجپائي کښې د ترهه ګرۍ منصوبه ناکامه کړې او پينځه څلويښت تيار شوي آئي اي ډيز او لس زره کلو ګرام بارودي مواد يې تر لاسه کړديدي
د ايف سي وياند وائي چې برآمد شوي آئي اي ډيز او بارود د ګاونډي هېواد افغانستان څخه بلوچستان ته منتقل کيدل او بيا په بلوچستان کښې د ترهګرى په غرض استعمالېدل خو پر وخت کاروائي له امله صوبه د نقصان نه بچ شوه
هم دغه رنګه سيکيورټي فورسز د سوئي په سيمه کښي هم ديسي ساخته آئي اي ډىز تر لاسه کولو وروسته ناکاره کړيدي
بلخوا ته سيکيورټي فورسز د کوئټې په رېلوے کالوني او سرياب په سيمه کښې د سرچ آپرېشن پر وخت اوويشت شکمن کسان نيولي دي او د هغوي نه وسله هم ترلاسه کړے شوېده