کوئټه کښې د هزاره برادري دهرنا خاتمولو اعلان کړي

0
8
کوئټه کښې د هزاره برادري دهرنا خاتمولو اعلان کړي

د وزيرمملکت شهريار آفريدي او بلوچستان وزيراعلي د يقين دهانې نه پس کوئټه کښې د هزاره برادري څلور ورځو نه راونه دهرنا خاتمولو اعلان کړيدي، بلوچستان وزيراعلې جام کمال وائي چې هزار ګنجې پيښي کښې ککړ ملزمان به کيفر کردار ته رسولې شي
کوئټه کښې د ځانمرګې بريد خلاف مغربي بائي پاس باندې هزاره برادري څلور ورځو نه دهرنا ورکړي وه، د بلوچستان وزيراعلې او وزير مملکت شهريار آفريدي سره کامياب مذاکراتو نه پس هزاره برادي دهرنا خاتمولو اعلان اوکړو
په دے موقع شهريار آفريدي اوئيل چې هغه د احساس ورکولو ته راغلې وو چې لواحقين بيله نه دې، د ترهه ګرې خاتمے لپاره به رياست هر ممکن ګامونه پورته کوي
مظاهرچيانو ته خطاب کښې بلوچستان وزيراعلې جام کمال اوئيل چې هزاره برادري ډير مشکلات اوچت کړي او د قيمتي انسانې زنانو په ضياع ئي د صبر مظاهره کړي، د ترهه ګرې کښې ککړ کسان به کيفر کردار ته رسولي شي
تيره هفته د کوئټه هزار ګنجې سبزي منډي کښې شوي چاؤدنې کښې د هزاره برادري اوو تنانو پشمول شل تنان پحق رسيدلې او پنځوس راهسي ژوبل شوي وو