کوئټه کښې د پاکستان ډيموکريټک موومنټ په جلسه کښې د اپوزيشن جماعتونو کارکنانو په ګنړشمير ګډون کړے

کوئټه-کښې-د-پاکستان-ډيموکريټک-موومنټ-په-جلسه-کښې-د-اپوزيشن-جماعتونو-کارکنانو-په-ګنړشمير-ګډون-کړے

کوئټه کښې د پاکستان ډيموکريټک موومنټ جلسه شويده ، جلسه کښې د اپوزيشن جماعتونو کارکنانو په ګنړشمير کښې ګډون کړے وو ، جلسې ته د مخالفو ډلو مشرانو تقريرونه کړيدي ،او په حکومت ئې سخت تنقيد کړيدے ،خپل خطاب کښې د پاکستان مسلم ليګ ن نائب صدرې مريم نواز وينا وه چه څومره راته د نورو صوبو بچي عزيز دي، هم دغه شان د بلوچستان بچو سره مينه کوم ، اميد لرم چه د بلوچ طالبعلمانو سکالر شپس به بحال شي ، جلسې د ويډيو لنک په ذريعه د پيپلز پارټۍ چيئر مين بلاول بهټو زرداري اووئيل چه عمران خان له به د ادارو تباه کولو اجازت ورنکړو ، که چرې مقامي خلقو ته فائده ورکړے شي نو سي پيک به مزيد کامياب شي ، د جلسې په آخر کښې د پي ډي ايم راهنما مولانا فضل الرحمان وينا وه چه فرانس کښې ګستاخانه خاکو د مسلمانانو جذبات مجروح کړيدي ، داسې ناپاک اقدامات دے بند کړې شي ، مولانا صيب وئيلي دي چه د حکومت خارجه پاليسي ناکامه شويده ، نن پاکستان يواځې شويدې ، او ملک په معاشي توګه کنګال شويدي.