کوئټه کښې د پوليس په ګاډى چاودنه کښې ځلور تنه پحق رسيدلى

د کوئټه باچا خان چوک سره نږدې د پوليس په ګاډى چاودنه شوې چې پکښې ځلور تنه پحق رسيدلى او شل نه سيوا ژوبل شويدې، پوليس مطابق چاودنه د يو موټر سائيکل په وسيله شوې چې پکښې بارودى مواد ځائے کړے شوې وؤ، ژوبل کسان د سول هسپتال بشمول مختلف مقامى هسپتالونو ته منتقل کړے شويدې
وزيراعلې بلوچستان جام کمال د کوئټه چاودنې په سختو ټکو کښې مذمت کړے او د ځانى زيان ئې افسوس څرګند کړے، وزيراعلې د آئى جى پوليس نه رپورټ طلب کړيدې، بلخوا وزيراعلې خيبرپښتونخوا محمود خان په ګډون مختلف سياسى مشرانو هم کوئټه چاودنه کښې پحق رسيدلې کسانو لواحيقينو سره د افسوس اظهار کړے