کوئټه کښې سيکورټې اعلی پائے غونډه شوې

0
34
کوئټه کښې د کمانډر سدرن کمانډ پۀ مشرې کښې  اعلی پائے غونډه شوې چې پکښې د بلوچستان امن و امان صورتحال بشمول د يو شمير نورو معاملو جاج اخيستے شويدې
يوه سرکاری خبری اداره وائې چې د کمانډر سدرن کمانډ ليفټننټ جنرل عامر رياض پۀ مشرې کښې يو اعلی پائے غونډه شويده چې پکښې د صوبے او خصوصًا  د کوئټه امن و امان پۀ صورتحال خبرې شويدې
اجلاس کښې د د ترخه ګرې مخنوې اقداماتو جائزه هم واخيتے شوه
پۀ دې موقع کمانډر سدرن کمانډ ليفټننټ جنرل عامر رياض د قانون نافذکوؤنکې ادارو پۀ کارکردګې اطمينان څرګند کړو  او د ترخه ګرې خاتمې لپاره ئې هلے زلے نورې هم تندولو احکامات جاری کړل