کوئټه کښې سيکيورټي فورسز سره نښته کښې درې ترهه ګروژلې شوي

0
32
د کوئټې هزار ګنجي سيمه کښې سيکيورټي فورسز او وسله والو ترمينځه نښته کښې  درې ترهه ګر وژلې شويدي او د وسله والو ډزو په نتيجه کښې يو اهلکار ژوبل شويدې
سيکيورټی ذريعو ترمخه  دبلوچستان په هزار ګنجی سيمه کښی د سيکيورټی فورسز سرچ آپريشن روان وو چی ترهه ګروه پری حمله اوکړه، د سيکيورټی فورسز جوابی کارروائی کښی دری ترهه ګر وژل شويدی
سيکيورټی چارواکی وائی چی ترهه ګرو ښار کښې د ترهه ګرۍ  لپاره بم نصب کولو،  وژلې شوی ترهه ګرو نه  بمونه ، رائفلے،بارودی مواد، او لاسي بمونه برآمد کړی شويدی
سيکورټي چارواکو زياته کړي چې وژلې شوی ترهه ګر سيکيورټی فورسز او عام اولس باندی حملو او بمی چاؤدنو کښی ککړوو