د کوئټې سره نيږ دې په ولي تنګي سيمه کې ترهګرو په سيکيورټي فورسز بريد کړی چې په نتيجه کې يې يو حولدار شهيد شوې او يو اہلکار ژوبل شوې دې او په ځوابي کارروايۍ کې درې ترهګر وژل شوي دي
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر ویلي، چې دا برید پرون ماښام شوی او د دې برید په ترڅ کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ځوابي کارواي کې یې درې ترهګر وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ صوبيدار رحيم په شهادت رسېدلی او يو اهلکار سخت ژوبل شوی دې. بلوچستان کې د ترهګرو لخوا د ډزو په دوو پېښو کې د یوه میجر په ګډون شپږ اهلکار وژل شوي، او بریدګر وژل شوي، بل خوا په ډي آئي خان کې نښته شوې، درې وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ لعنت ختمولو لپاره پر عظم دي .
آی ایس پي آر زیاته کړې چې د زړورو سپيانو قربانۍ زمونږ عزم نور مظبوطه وي .