کوئټه کښې کوئلې درنګ چاؤدنه کښې ديارلس مزدوران ګير شوي

0
64
کوئټه کښې کوئلې درنګ چاؤدنه کښې ديارلس مزدوران ګير شوي

د کوئټه سنجدې سيمه کښې ګيس ډکيدو لوجې کوئلې درنګ کښې چاؤدنه شوې چې په کښې ديارلس مزدوران ګير شويدې، ولې څلور مزدورانو مړې راويستې شويدې
د کوئلې درنګ کښې ګير شوې کان کنانو راويستو لپاره آپريشن جارې راون دے، تر اوسه راهسې څلور مزدورانو مړې راويستې شويدې
بلوچستان چيف انسپکټر برائے مائنز افتخار احمد د پيښې پخلې کړے او وئيلې دې چې هغه پخپله د ريسکيو آپريشن نګرانې کوې
درنګ کښې ګير شوې مزدورانو تعلق د خيبر پختونخوا شانګله، سوات او دير علاقو سره دے
پاکستان سينټرل مائنز ليبر فيډريشن مطابق هر کال لږ تر لږه سل نه دوه سوه کسان د کوئلې درنګونو کښې رامخې ته شوې پيښو کښې پحق راسې
واضحه دې وې چې پنځم مئې باندې بلوچستان کښې د کوئلې درنګ راپريواتو پيښې کښې درويشت تنان پحق رسيدلې وو چې په کښې دووه تعلق د بلوچستان او يويشت د شانګله اوسيدونکې وو