کوراني صارفينو لپاره ګيس قيمت کښې دوه سوه فيصده پورې د اضافې فيصله شوې

کوراني صارفينو لپاره ګيس قيمت کښې دوه سوه فيصده پورې د اضافې فيصله شوې

حکومت د کوراني صارفينو لپاره د ګيس په قيمت کښې د دوه سوه فيصده پورې د اضافې فيصله کړي،ذرائع مطابق د اي سي سي نن کيدونکي اجلاس کښې به د ګيس قيمتونو کښې د زياتوالي منظورې باندي هم غور کيږي
ذرايعو مطابق پيټروليم ډويژن د کوراني صارفينو لپاره د ګيس قيمت کښې د دوه سوه فيصده پورې د اضافې فيصله کړي،
د نوي فيصلې لاندي به د کوراني صارفينو وړومبي سلېب کښې به د پنځويشت فيصده،دويم سلېب کښې به پنځوس فيصده،دريم سلېب کښې پنځه اويا،څلورم سلېب کښې سل فيصده،پنځم سلېب لپاره د يوسل پنځوس فيصده او شپږم سلېب لپاره د دوه سوه فيصده اضافه اوکړې شي،
ذرائع زياتوي چي د اي سي سي اجلاس په ايجنډا کښې د ګيس قيمتونو کښې د اضافې منظوري هم شامل ده
ياده وي چي حکومت روان کال دې نه وړاندې هم کوراني صارفينولپاره د ګيس قيمت کښې د يوسل دري څلويښت فيصده اضافه کړې وه