کورونا له وجي د نورو بيمارونه توجه لري کړے شويده چيله وجي 10 لکه خلق مړه کيدے شي

کورونا له وجي د نورو بيمارونه توجه لري کړے شويده چيله وجي 10 لکه خلق مړه کيدے شي

د صحت ماهرينو خبردارے ورکړے دے چي کورونا وائرس ته شکست ورکولو کوششونو کښې د نورو بيمارو له وجي لس لکه نه سيوا خلق مړه کيدے شي، يعني کورونا ته زياته توجه ورکړے شويده او نوري بيمارۍ نظر انداز کړے شويدي، ماهرين صحت دا هم وائي چي کورونا له وجي ايچ ائي وي، ټي بي او نور يو شمير بيمارو باندي جاري ريسرچ هم متاثره شويدے
تيره ورځ د امريکي آکلينډ ښار کښې بين الاقوامي ايډز سوسائټي لخوا درويشتم کانفرنس منقعد شوي وو،
کانفرنس ته ماهرين صحت وينا وه چي د ټولي دنيا توجه او وسائل دا وخت صرف د کورونا خاتمے لپاره استعماليږي، د کوم سره چي ايچ آئي وي، ټي بي او نورو بيمارانو لپاره جاري ريسرچ متاثره شويدے
ماهرين صحت خدشه څرګنده کړيده چي کورونا وائرس ته شکست ورکولو کوششونو کښې د نورو بيمارو له وجي لس لکه نه سيوا خلق مړه کيدے شي،