کورونا مخنيوى لپاره په حکومتى هلوځلو کښې تيزى راغلې ، کامران بنګش

صوبائی مشیر کامران بنګش وئیلی دی چی د کورونا د مخنوی د پاره په حکومتی هلوځلو کښی نور هم تیزی راغلی ده،ضلعی اتتظامیه د ایس او پیز په خلاف ورزی نهه ویشت زره کاروایانی کړیدی او اوه سوه اته پنځوس یونټس ئی سیل کړیدی

پیښور کښی د کورونا د مخنوی د هلوځلو په حقله کامران بنګش وئیلی دی چی په ایس او پیز عمل یقینی جوړولو د پاره د کورونا د مخنوی سره تړلی ټولی اداری ښه چمتو دی په خاص توګه د ضلعی انتظامیه کارکردګی نور هم سیوا شویده،چی یو ثبوت ئی دا دی چی په یوه ورځ کښی ضلعی انتظامیه د ایس او پیز په خلاف ورزی کښی نهه ویشت زره کاروایانی کړیدی،او اوه سوه اته پنځوس یونټس سیل کړیدی دی نا علاوه یو زر څلور سوه شپږ کسانو ته ئی جرمانی ورکړیدی،دغه شان ئی د شپږ سوه شپږ کسانو خلاف ایف آئی ار درج کړیدی،دوئی وئیلی دی چی اولس بائید د پولیس سره تعاون اوکړی او په ایس او پیز مکمل عمل اوکړی