کورونا وائرس د دنيا مختلفو ملکونو کښې نور پينځه زره نه سيوا کسان وژلې

کورونا وائرس د دنيا مختلفو ملکونو کښې نور پينځه زره نه سيوا کسان وژلې

کورونا وائرس د دنيا مختلفو ملکونو کښې نور پينځه زره نه سيوا کسان وژلې دي چې ورسره ټوله دنيا کښې د مړو شميره څلور لکه اته اوويا زره نه اوړيدلې ده،تير څلريشت ګهنټو دوران د نړې مختلف ملکونو کښې نور يو لک شپږ څلويښت زره نه زيات کسان کورونا وائرس نه متاثره شوې او ټوله نړې کښې د مريضانو مجموعي شميره درې نوي لکه نهه ويشت زره نه سيوا شويده،تردې دمه ټوله دنيا کښې پنځوس لکه نه زيات مريضان صحت ياب شوې هم دي
د کورونا وائرس عالمې ويب پانړي مطابق تير شواروز دوران د نړې مختلف ملکونوکښې کورونا لوجې نور پينځه زره نه سيواکسان مړه شوي چې ورسره د مرګونو شميره څلور لکه اته اوويا زره نه اوړيدلې ده
تير شوا روز دوران مختلف ملکونو کښې يو لک شپږ څلويښت زره نه زيات کسانو کښې دکورونا وائرس تصديق شوې او د متاثره مريضانو شميره درې نوي لکه نهه ويشت زره نه سيوا شويده
کورونا وائرس نه د ټولو زياته امريکه متاثره ده ، برازيل په دوئم، روس په دريم، بهارت په څلورم او برطانيه په پنځم نمبر متاثره ملکونه دې
تر دې دمه ټوله دنيا کښې د کورونا وائرس پنځوس لکه نه سيوا مريضان صحت ياب شويدي

blank