کورونا وائرس د دنيا يو سل اوه اويا ملکونو کښې خور شوې دې

کوروناوائرس له وجي ټوله دنيا کښې دمړو شميره يو لاکهه شپيته زره نه سيوا شوي

کورونا وائرس د دنيا يو سل اوه اويا ملکونو کښې خور شوې دې،کورونا وائرس لوجې ايران کښې نور يوسل نهه څلويښت کسان وژلي چې ورسره د مړو شميره دولس سوه څلور اتيا ته رسيدلې ده، کورونا وائرس سپين کښې يوسل نهه ويشت،چين کښې اته،جنوبي کوريا کښې اوه،امريکه پينځه،سوئټزرلينډ او جرمني کښې درې درې کسان وژلې دي
تير شواروز دوران دکورونا وائرس لوجې يويشت ملکونو کښې درې سوه دري ديرش کسان مړه شوي چې ورسره ټوله دنياکښې د مړو کسانو مجموعي شميره نهه زره دوه سوه شپږ اويا ته رسيدلې ده
د دنيا يو اويا ملکونو کښې نورشپږ زره څلور سوه نهه څلويښت کيسونه مخې ته راغلي او په ڼريوال کچ د متاثره کسانو شميره دوه لکه پينځه ويشت زره دوه سوه اوه ديرش ته رسيدلې ده
تير څليريشت ګهنټو دوران ايران کښې ټولو نه زيات يو سل نهه څلويښت،سپين کښې يوسل نهه ويشت،چين اته،جنوبي کوريا او بيلجيئم اوه، اوه،انډونيشيا شپږ،امريکه پينځه، سوئټزرلينډ، امريکه،جرمني، جاپان درې درې، لکسمبرګ،ډنمارک دوه دوه، يونان، روس،ميکسيکو،کروشيا، ارجنټينا،بلغاريه الجيريا او آسټريا کښې يو يو کيس مخې ته راغلې دې