کورونا يو عالمي لانجه ده او په شريکه د دې مخنيوي کيديشي: وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان پنجاب کښې مکمل لاک ډاون نه کولو فيصله کړي

وزيراعظم عمران خان کورونا وائرس نه پس ترقې او سرمايه کارۍ په اړه نړيوال کانفرنس ته وينا کړېده، وزيراعظم وائي چې کورونا يو عالمي لانجه ده او په شريکه د دې مخنيوي کيديشي، کورونا په نړېوال معيشت ډير اثرات غورځولي،بائد چې نړيواله ورورولي د دې مسئلې مشترکه حل راوباسي، وزيراعظم په ترقي يافته ملکونو غږ کړې چې د ترقي پزير ملکونو زياتې مرستې اوکړي
ملک کښې د کورونا وائرس کيسونو کښې تيزې سره اضافه جاري، تير شوا روز دوران دوه زره شپږ اوويا کيسونه رپورټ شوي ،د متاثره مريضانو شميره يوشپيته زره ،دوه سوه اوويشت ته رسيدلې،نيشنل کمانډ اينډآپريشن سنټر مطابق تيرو څليريشت ګهنټو کښې نور شپږ ديرش مريضانو ساه ورکړې چي ورسره مرګونو تعداد دولس سوه شپيته ته رسيدلې دے،سرکاري اعداد وشمار مطابق تر دي دمه پينځه لکه اته زره نه سيوا ټيسټونه شوې
خيبرپختونخوا کښې نور دوه سوه څليريشت کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شوې، صوبه کښې د کورونا کيسونو شميره اته زره ،څلور سوه،درې اتيا ته رسيدلې ده،محکمه صحت وائي چې تير شواروز دوران څلور پنځوس نور مريضانو کورونا ته ماتې ورکړې،صوبه کښې د صحتياب شوې مريضانو شميره دوه زره، شپږ سوه،دوه ديرش ته رسيدلې،خيبرپختونخوا کښې قاتل کورونا تر دے دمه څلور سوه، پنځه ويشت کسان وژلې دې

blank