کورکمانډر پيښور جنګ دوران معذور شوي د قبائيلي سيمو طالبعلمانو لپاره په ارمي پبلک سکولونو کښي د لس فيصده کوټه اعلان کړيدي

0
73

کورکمانډر پيښور ليفټنټ جنرل شاهين مظهر محمود جنګ دوران معذور شوي د قبائيلي سيمو طالبعلمانو لپاره په ارمي پبلک سکولونو کښي د لس فيصده کوټه مختص کولو او نور مراعات اعلان کړيدي
دعرفان الله جان په مشرئي کښې د فاټا ډيس ايبل ويلفئيرارګنائزيشن وفد پيښور کښې کورکمانډر ليفټننټ جنرل شاهين مظهر محمود سره ملاقات اوکړو
ملاقات کښې په قبائيلي سيمو کښې د معذورو بحالي، تعليم ،صحت او نورو چارو باندي تفصيلي خبري اوشوي،
په دي موقع کورکمانډرپيښور د معذورانو تنظيم لپاره د لس لکهه روپے ورکولو او ارمي پبلک سکولونو کښې د قبائيلو معذوره بچو لپاره لس فيصده کوټه بيلولو اعلان اوکړو، هغه او وئيل چي د جنګ دوران معذور شوي بچو ته مصنوعي لاس پخي لګولو دپاره به هم ضروري ګامونه پورته کولي شي
کور کمانډر زياته کړه چي په سي ايم ايچ کښې دمعذورو خصوصي علاج په بابله به ارمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره خبره کولے شي، دملاقات په وخت عرفان الله جان د معذورو لپاره د کور کمانډر اعلانات اوستائل او ووئيل چي کورکمانډر د قبائيلي سيمو ترقي لپاره سنجيده دي