کورکمانډر پيښور د تخت بهائي بدها اثار قديمه نايابه مجسمه پيښور عجائب ګهر ته ډالۍ کړيده،ډائريکټر ارکيالوجي ډاکټر عبدالصمد د کور کمانډر شکريه ادا کړي

کورکمانډر پيښور د تخت بهائي بدها اثار قديمه نايابه مجسمه پيښور عجائب ګهر ته ډالۍ کړيده،ډائريکټر ارکيالوجي ډاکټر عبدالصمد د کور کمانډر شکريه ادا کړي

پاک فوج د جعرافيائي سرحدونو د دفاع سره سره د ملک تاريخي ارزخ لرونکي ورثي حفاظت هم خپل فرض ګنړي،د پاکستان د ازاديدو نه وړاندي د بدهه مت ګندهارا تهذيب يوه نايابه بدها مجسمه په کال نورلس سوه پنځه ديرشم کښې رائل ارټلري ميس ته ورکړے شوي وه، کور کمانډر پيښور دغه تاريخي بدها مجسمه نن ارکيالوجي ډائريکټوريټ ته حواله کړيده،دا مجسمه د تخت بهائي د بدهه مت اثارو سره تعلق لري، ډائريکټر ارکيالوجي ډاکټر عبدالصمد په تاريخي مجسمي په ډالۍ کولو د کور کمانډر شکريه ادا کړيده او وئيلي دي چې پاک فوج د تاريخي ورثي محفوظ کولو لپاره ډير کار کړيدے، دغه تاريخي مجسمه د تخت بهائي مشهور بدهه مت کهنډراتو نه د کهدائي دوران موندے شوي وه،مجسمه د ازادۍ نه وړاندي د ارټلري ميس پيښور کينټونمنټ حصه وه