کور کمانډرز کانفرنس دوران ووټونو کښې د برخه اخستونکي عوامو شکريه ادا کړے شوې

0
15

د چيف آف آرمي سټاف جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ کښې د کور کمانډرز کانفرنس شوے دے چې پکښې د ووټونو کښي برخه اخستو باندې د عوامو شکريه ادا کړے شوې ده۔
د آئي اېس پي آر له خوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلے شوي دي چې آرمي چيف ووټونو کښې ډيوټي ترسره کوونکي ځوانانو سره د عوام په تعاون هم شکريه ادا کړې ده۔
بيان زياتوي چې د اجلاس دوران هغه سېکيورټي اهلکار هم ستائلے شوي دي څوک چې ووټونو کښې شهيد يا زخمي شوي دي۔
د آئي اېس پي آر ترمخه د کانفرنس دوران خطه کښې د سېکيورټي، مجموعي امن و امان او ملک کښې دننه د سېکيورټي جاج هم واخستے شو۔
آئي اېس پي آر وائي چې د فوج په سطح افغانستان سره تعاون باندې د اطمېنان اظهار شوے دے او دا چې خطه کښې امن لپاره ايکشن پلان د لاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځه تعاون جاري دے۔