کوزدير تيمرګره کښې زنانه سره زياتى ، سينئرسول جج

کوزدير تيمرګره کښ ده زنانه سره په زنا کښ ککړ سينئرسول جج تيمر ګره انتظامي عدالت جج عيسي خان آفريدي ده يوے ورځے په ريمانډ پوليس ته ورکړے دے بل خوا ده ډسټرکټ بار تيمر ګرے وکيلانو متفقه قراد کښ دا پيخه ده عداليے په لمن بد نما داغ ګرځولے او ده هائي کورټ ده جج په نګرانئي کښ ده جوډيشل انکوائري غوښتنه کړي ده.سيئر سول جج جمشيدده زنانه الزام بے بنياده ګرځولے دے

تيره ورځ تيمرګره کښ سينئر سول جج محمد جمشيد کنډي ده پیښور سره تعلق لرونکي چترالي جينئ دعا اختر الزام لګولي دي چه جج جمشيد ده دي نه ده خور ده نوکري دپاره پينځلس لاکه روپۍآخستي وي ده دعا اختر مطابق تيره ورځ سول جج دی ته پيسې واپس کولو دپاره تیمرګره ته راوغوښتلي وه چه ده هغے ده وينا تر مخه جج په خپله بنګله کښ ده خپل حوس ښکار کړه بلامبټ پولیس ده دعا اختر په مدعيت کښ مقدمه درج کړي ده ميډيکل رپورټ هم مثبت راغلے دے. په دے حواله ده ډسټرکټ بار تيمرګرے صدر شاه فيصل خان په مشرئي کښ ده بار په اجلاس کښ متفقه قرارداد منظور کړے شوے دے چه پکښ ده پيخے غندنه شوي ده او ده هائي کورټ ده جج په نګرانئي کښ ده جوډيشل انکوئري غوښتنه کړي ده