کوز دير کښې د زمکې لانجه کښې د جرګې په کوششونو دواړه ډلې ډزبندۍ باندې راضي شوې

کوز دير کښې د زمکې لانجه کښې د جرګې په کوششونو دواړه ډلې ډزبندۍ باندې راضي شوې

کوز دير کښې د کسانانو او اوساخيل ملکانانو ترمينځه د زمکې لانجه د مقامي جرګې او انتظاميې په کوششونو دواړه ډلې ډزبندۍ باندې راضي شوې ، تيره ورځ ډزو کښې يو تن مړ او څلور کسان ژوبل شوي وو
کوز دير کښې د شاټۍ او جبګۍ کسانانو او د خيمې او کنډرو ملکانانو ترمينځه د زمکې ملکيت په لانجه تيره ورځ ډزې شوې وې ، ملکان دعوه لري چې عدالت هغوي په حق کښې فيصله کړې ولې کسانان د زمکې قبضې پريښودو ته تيار نه دي
تيره ورځ ډزو کښې نثار نومې تن پحق رسيدلے وو او څلور کسان ژوبل شوي وو چې پکښې يو پوليس اهلکار هم شامل وو ، مقامي ايم پي اے ، جرګې او انتظاميې په کوششونو د کسانانو او ملکانو ترمينځه ډزبندي شوې او حالات کنټرول کښې دي
بلامبټ تاڼه کښې د ډزو مقدمه درج کړې شوې چې پکښې دوه اتيا کسان نامزد کړے شوي