کوز دیر کښې د قرض په معامله ډزو کښي د يو فريق څلور کسان مړه شوي

کوز دیر کښې د قرض په معامله ډزو کښي د يو فريق څلور کسان مړه شوي

کوز دیر منده ګوسم سيمه کښې د قرض په معامله د دوه فريقنو ترمنځه ډزي شوي چي پکښي د يو فريق څلور کسان مړه شويدي، د پيښې مقدمه د منډه تهانړه کښې درج کړې شويده ،او دوه ملزمان نيولې شويدي
د منډه ګوسم سيمې طارق نومي تن د قرض په معامله کښې ملک حمیدالله نومي تن کور کنه ولے وو چې خوشي کولو لپاره ئي رحمت الله او د هغه ځامن اسماعیل او ریاض طارق وراغلل،
دواړه فريقين د معاملي حلو کولو لپاره کيناستل چي دوران خبرو کښې وران شول او په يو بل ئي ډزي اوکړي ، ډزو په نتيجه کښې څلور کسان چي نومونه ئي رحمت الله، حمیدالله، ریاض او اسماعیل دي په حق ورسيدل،
دغه رنګ ډزو په نتيجه کښې درې کسان ژوبل شوي هم دي کوم چي علاج لپاره اسپتال ته منتقل کړې شويدي
بلخوا پوليس وائي چي د پيښۀ مقدمه درج کړې شويده او مخالف فريق نه دوه ملزمان نيولې شويدي