کوم يو تن د ملک لپاره کار نه کوى نو کور ته به ځى

0
28

وزيراعظم عمران خان اورکزئې کښې جلسې ته خطاب دوران د پنجاب او پښتونخوا وزرائے اعلې ته خبردارې ورکړے، او وئيلى دى چې کپتان هميشه خپل ټيم طرف ته ګورى، ردبدل د کارګردګې په بنياد کوى، وزيراعظم واضحه کړے چې
وزيراعظم وائي چي قبائلي سيمي په خيبرپښتونخوا کښي ضم شوي اوس د دي سيمو د ترقي او پرمختګ لپاره کار کول دي، دا ئي هم وئيلي چي قبائلي سيمو کښي به ځوانانو لپاره تعليمي نظام ښه کولي شي او قبائلي سيمي به د سرمايا کاري لپاره کهلاولي شي
جلسي ته وينا په وخت عمران خان وزيراعلي خيبرپښتونخوا ته ائي ډي پيز رجسټرډ کولو حکم اوکړو او اووئيل چي دي لړ کښي به د صوبائي حکومت پوره مرسته کولي شي
هغه اووئيل چي موجوده حکومت ته د ټولو نه لوئي چيلنج ځوانانو ته نوکري ورکول دي ، حکومت به د قبائلي سيمو ځوانانو ته خپل روزګار شروع کولو لپاره د سود نه پاکي قرضي ورکوي
په دي موقع وزيراعظم په اوکرزئي کښي د هيلتهه کارډ تقسميولو اعلان هم اوکړو