د کوهاټ يونيورسټئ د جنسي ځوروني کيس تحقيقاتو دوه اويا ګهنټے تيري شوي خو ولي د کميټي فيصله لاتر دي دمه نه دي راغلي. په ميډيا کښي د طالباتو د هراساني خبر خپريدو وروستو وائس چانسلر کميټۍ ته په دوه اويا ګهنټو کښي د رپورټ وړاندې کولو هدايت جاري کړى وو.
وائس چانسلر هدايت جاري کيدو وروسته این او سی اغيستے او د اکتوبر 15 تاريخ پورې چین ته تلي دي، چې د طالبعلمانو د هراساني کيس نیمګړی پاتې شويدي. ځائي مشرانو د وائس چانسلر چين په تلو باندي انديښنه څرګنده کړي او وائي چي د يونيورسټي مشر په کيس غلے کولو لوجي چين ته تلے . مشرانو ويلي دي چي دا ډول حساس کيس نیمګړې پریښودل د سيمي زنانه زده کونکو سره زياته او ظلم کونکو ته ډاډ ورکول دي، بلخواه کله چي خيبر نيوز د د هراساني کيس پرمختک او د وائس چانسلر چين ته تللو موقف لپاره د پوهتون مشر په نمبر رابطه ووکړه نو د هغوئي نمبر بند وو