کوهاټ ټنل ټول نزدي په ټرافکي پيښه کښي د ښځو او ماشومانو په ګډون اولس کسان په حق رسيدلي او يو تن پکښي سخت ژوبل شوي دي، مړي او ژوبل شوي تن ئي کوهاټ ډي ايچ کيو هسپتال ته وړي دي
ټرافيکي پيښے په حقله کوهاټ پوليسو وينه دے چي د ټريلر ګاډي بريک فيل شوي وو او د بريک فيل کيدو لاوجی ګادي د ډرائيور نه بے قابو شو کم چي د مخالف طرف نه را روان مسافر کوچ سره وو جنګيدو، پوليسو وينه دے چي پيښه کښي د دوو ښځو او درو ماشومانو په ګډون اولس کسانو موقع باندي سه ورکړي وہ او يو تن پکښي سخت ژوبل شوي دي، مړي او ژوبل تن ئي کوهاټ ډويژنل هسپتال ته وړي دي، ډاکټران وائي چي زياتره مړو پيژنده نه کيږي، بلخواه پوليس وائي چي مسافر کوچ لکي مروت نه پيښور ته روان وو چي په کوهاټ کښي د ټنل ټول پلازے سره د حادثے ښکار شو،