کوهاټ کښې د پوليو په ډيوټۍ ټيم د نامعلومه کسانو ډزې

کوهاټ کښې د پوليو ډيوټي په مهال د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوي پوليس اهلکار د جنازې لمونځ ادا کړے شوی

د خدايی بخلی کانسټيبل حميدالله د جنازې لمونځ شهيد فريد حسين پوليس لائن کوهاټ کښې ادا کړے شو۔ د جنازې په لمانځه کښی ډي آئي جي کوهاټ ډويژن، ضلعي پوليس افسرانو، ډي ايس پيز، ملټري او سول افسرانو پشمول په ګنړ شمیره کښی عام اولس هم ګډون کړی وو۔ د جنازې نه وروستو د شهيد جسد د هغه پلارني کلی هنګو ضلعې تحصيل ټل ته يوړل شو۔ ياده دي وي چي کانسټيبل حميدالله نن سهر د پوليو ټيم سره د ډيوټي په مهال د يونين کونسل جرمی په خواصی بانډه کښي نامعلومه کسانو په ډزو شهيد کړے وو۔ د ډزو وروستو پوليسو په سيمه کې د لټون عمليات پيل کړی او د پیښې وروسته يی په سیمه کښی عارضی پولیو مهم وودراولی