کوهاټ کښې ډهل بيزادى کښې ډزې ، پوليس کانسټيبل شهيد

کوهاټ کښې ډهل بيزادې علاقه کښې نامعلومه کسانو ډزو کښې پوليس کانسټيبل ساجد شهيد شوې دې،پوليس وائي چي د پيښې تحقيقات شروع کړې شوې ، وزيراعلي محمود خان او ائي جي پوليس د پيښي غندنه کړي

کوهاټ ډهل بيزادي علاقه کښي د نامعلومه کسانو په ډزو کښې پوليس کانسټيبل ساجد شهيد شوې دې،ترجمان کوهاټ پوليس وائي چي پوليس اهلکار ساجد باندې ډهل بيزادې علاقه کښې نامعلومه وسله والو ډزي کړې وې چي په کښي هغه سخت ژوبل شوې وو،ژوبل اهلکار په هسپتال کښې ساه ورکړې ده،ډي پي او سهيل خالد خيبرنيوز ته وئيلي چي د پيښې تحقيقات شروع کړې شوي دي،ډير زر به واقعې حقائق معلوم شي، بلخوا وزيراعلي محمود خان او ائي جي معظم جاه انصاري د پوليس اهلکار د وژني مذمت کړي، ائي جي ويلي چي د کے پي پوليس تاريخ د قربانيانو نه ډک دي