کوټه کښي نن هم د پي ائي اې د ملازمېنو احتجاجي دهرنا روانه ده

0
24

د هېواد د نورو برخو پشمول په کوټه کښي  نن هم د پي ائي اې د ملازمېنو احتجاجي دهرنا روانه ده او دوى  وائي که حکومت د نجکارى فېصله وانخسته نومونږ خپل احتجاجي تحريک پراخه وه او د احتجاج سخت ګامونه په عمل کي راولو

د تفصلاتو تر مخ په کوټه کښي د  پي ائي اې  او د ورکرز يونين مشترکه  احتجاجي دهرنا دپي ائي اې  دفتر مخي ته  د نجکارى په خلاف روانه ده او مظاهره چيانو ووئيل چي د نجکاى پرېکړه زمونږ د مرګ او دژوند پرېکړه ده او مونږ په هيڅي صورت کښي خپل د حقوقو استحصال نه منو
د ملازمينو وينا وه چي حکومت زمونږ بدترينه معاشي قتل عام روان کړى دى او د پي ائي نجکاري  ملازمين د حقوقو  نه د محرومه کولو يو سازش دى چي مونږ يې ناکامه کوه
دوى زياته کړه تر څو چي حکومت د نجکارى پرېکړه اخيستې نه وي  تر هغو به زمونږ احتجاجي دهرنا دوام لرى