کيليفورنيا کښې يو ډائس ګيم دوران ډزو کښې اتا تنان ژوبل شوي

0
7
کيليفورنيا کښې يو ډائس ګيم دوران ډزو کښې اتا تنان ژوبل شوي

د امريکې رياست کيليفورنيا کښې يو اپارټمنټ کښې ډائس ګيم دوران ډزې شوې چي په کښې لږ تر لړه اتا تنان ژوبل شويدې د دووه ژوبل شوې کسانو حالات مرګونې ښودلې کيږې
سين برنارډينو پوليسو وياند اوئيل چې کيليفورنيا کښې په يو اپارټنمنټ کښې د ډائس ګيم دوران ډزې اوشوې چې په ترس کښې اتاکسان ژوبل شول، ژوبل شوې تنانو کښې يو اوولس کاله ځوان هم شامل دې
جنوبې کيليفورنيا پوليس وينا ده چې يو اپارټمنټ کښې يو ډلې ډائس ګيم کولو چې دے دوران د هغو ترمينځه ډزو بدلو اوشو
د پوليس کيپټن رچ لا هيډ وئيلې چې ډزو سلسله هغه وخت شروع شوه چې کله چې د ډائس ګيم کونکو يو ګروپ باندې ډزې اوکړې او بيا بلخوا نه هم جوابې ډزې اوکړې شوې
هغه اوئيل چې د ځائے ګولو کوکے برآمد شوېدې خو تر اوسه څه ګرفتارې په عمل کښې نه دے راغلې
واضحه دې وې چې تيره هفته فلوريډا کښې يو ويډيو ګيم ټورنامنټ شکست خواړلې فريق لخوا ډزو په نتيجه کښې ګنړ شمير تنان مړه شوې وو