کينيډا کښې پاکستان سره تعلق لرونکى خاندان څلور کسان وژلې شوى

مسلمانانو خلاف نفرت ،کينيډا کښې يو ترهه ګر قصدا پاکستان سره تعلق لرونکى خاندان څلور کسانو باندې ټرک ورخيژلے دے ، مړو کسانو کښې دوه زنانه او يوه ماشومه هم شامل دي ، پوليس وائي چې د يو منصوبې لاندې د مسلمانۍ لوجې دغه کسان په نښه کړے شوي دي

د کينيډا پوليس وينا ترمخه دغه پېښه د کينيډا اونټار علاقه کښې مخې ته راغلې ده ، يو ترهه ګر پاکستان لاهور سره تعلق لرونکي خاندان يو منصوبې لاندې په ټرک وهلي دي ، مړو کسانو کښې شپږ څلويښت کلن فزيو تهرا پسټ سلمان افضل ، څلور څلويښت کلنه د پي ايچ ډي طالبه مديحه سلمان ، د نهم جماعت طالب علم پينځلس کلن يمنه سلمان او څلور اوويا کلنه ضعيف نيا شامل ده ،د خاندان يو ماشوم ژوبل هم شوے دے کوم چې هسپتال کښې داخل کړے شوے ، د هغه حالت خطرې نه بهر ښودلے کيږي پوليس وائي چې دغه ترهه ګر مذهبي تعصب کښې مبتلا وو کوم چې نيولے شوے دے ، حمله ويډيو لنګ په زريعه عدالت ته وړاندې کړے شوے دے ، په هغه د قتل څلور او اقدام قتل يو الزام لګولے شوے دے، د حمله اور نوم ويلټ مين ښودلے دے