کينيډين وزير اعظم جسټن ټرډو هم د پيښے سختو ټکو کښې غندنه کړيده

کينيډين وزير اعظم جسټن ټرډو هم د پيښے سختو ټکو کښې غندنه کړيده، وئيلي دي چي په پيښه راته تکلف رارسيدلے دے، غم ځپلي کورونۍ سره غم کښې برابر شريک يم، جسټن ټروډو مطابق د داسي پيښو مخنوي به کولے شي، د اسلام فوبيا لپاره کينيډا کښې هيڅ ځائےنيشته، د اسلام فوبيا مقابلے لپاره به مونږ هم خپل ټول وسائل پکار راولو

د کينيډا وزير اعظم جسټن ټروډو خپل ټويټر بيان کښي وئيلي دي چي اونټاريو صوبه کښې د ترهه ګرۍ کومه واقعه مخي ته راغلي ده ، په هغي راته خفګان رارسيدلے دے، دغه پيښۀ قابل مذمت ده او داسي واقعاتو مخنوي به کولے شي، ټروډو مطابق غمزده کورونۍ سره غم کښې برابر شريک يو او زمونږ همدردياني دوي سره دي، پيښۀ کښې ژوبل شوي کوم ماشوم چي اسپتال کښې زير علاج دے، د هغه به هم خاص خيال ساتلے شي، جسټن ټروډو ترمخه کينيډا کښې مقيم او د ټولي نړۍ مسلمانانو ته معلومه ده چي مونږ د هغوي سره ولاړ يو، کينيډا کښې د اسلام فوبيا لپاره هيڅ ځائے نيشته، د کينيډا وزير اعظم زياته کړيده چي د اسلام فوبيا خلاف به خپل ټول وسائل پکار راولو