کيپټن محمد سرور شهيد درې اوويايم يوم شهادت

دپاکستان وړومبې نشان حيدر ترلاسه کونکې کيپټن محمد سرور شهيد  درې اوويا يم يوم شهادت  مانځلې شوې،دکيپټن سرور شهيد يوم شهادت په مناسبت سره يوه دستوره دهغوې ابائي کلې سنګهوري، ګوجر خان کښې ترسره شوې، کيپټن محمد سرور دکال نورلس سوه اته څلويښتم په اووويشتم جولائي دکشمير اوړي سيکټر کښې ددښمن پوځي چوکې باندې حملے دوران شهيد شوې وو

کپټن راجه محمد سرور شهيد دراولپنډې سنګهوري کلي کښې دکال نورلس سوه لسم په لسم نومبر پيدا شوې وو او کال نورلس سوه نهه ويشتم کښې پوځ کښې سپاهي په توګه بهرتي شوې او په کال نورلس سوه چلور څلويښتم کښې پنجاب رجمنټ کښې کميشن حاصل کړې وو، قيام پاکستان نه پس سرور شهيد پاک پوځ کښې شموليت اختيار کړې وو او کال نورلس سوه اته څلويښتم کښې هغوي دپنجاب رجمنټ سيکنډ بټالين کښې کمپني کمانډر په حيث خدمات ادا کول چې کله کشمير کښې اپريشن لپاره تعينات کړې شو، کيپټن محمد سرور دکشمير اوړي سيکټر کښې دښمن چوکې باندې حملے دوران شهيد شوې وو، دائي ايس پي ار لخوا کيپټن محمد سرور شهيد ته زبردست خراج عقيدت پيش کړې شوې دې، دکيپټن محمد سرور شهيد يوم شهادت په مناسبت يوه دستوره دګوجر خان سنګهوري کلي کښې ترسره شوې، ائي ايس پي ار ترمخه دارمي چيف جنرل قمرجاويد باجوه لخوا دکيپټن سرور شهيديادګار باندې ګلونه ايښودلي شوي، ميجر جنرل شاهد نذير د شهيد يادګار باندې حاضرې کړې او دعا کړې ده،ائي ايس پي ار مطابق کيپټن محمد سرور شهيد دوطن دفاع لپاره کمال بهادرې او جرات مظاهره کړې وه