کچه آبادو سره اوچت عمارتونو تعمير په حواله دې پاليسي جوړه کړې شي

0
8
وزيراعظم عمران خان د نيب لخواد ډائريکټر آرکيالوجي د ګرفتارۍ نوټس اخيستي

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د اوقاف او متروکه املاک سره د اسلام ماسټر پلان او اوچتو عمارتونو تعمير حوالې سره بيلا بيلې غونډې تره سره شويدي
وزيراعظم عمران خان ته وزارت مذهبي امور د اوقاف او متروکه املاک او سرکاري عمارتونو حوالې سره بريفنګ ورکړے او وزيراعظم عمران خان هدايات جاري کړي چې متروکه املاک عوامي فلاحي او بهبود په منصوبو کار راوستلې شي او دا چې کوم سرکاري عمارتونه بيکاره کيږي هغه دې هم پکار راوستلې شي
په دغه اجلاس کښې وزارت مذهبي امور پير نورالحق قادري وزيراعظم صلاح کار افتخار دراني ، نعيم الحق او نورو چارواکو ګډون کړې وو
بلخوا د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د اسلام آباد ماسټر پلان او د اوچت عمارتونو په حواله هم يو اعلي پائے غونډه ترسره شوي چې پکښې معاون خصوصي علي نواز اعوان ، نعيم الحق ، سيکټري هوابازي شاه رخ نصرت چيئرمين سي ډي اے عامر احمد علي ګډون کړې وو
وزيراعظم عمران خان ته وفاقي دارلحکومت کښې اوچتو عمارتونو حوالې سره تفصيلي بريفنګ ورکړې شوے
غونډه کښې فيصله شوي چې ايوي ايشن ډويژن او سي ډے راتلونکي لس ورځو کښې دې هغه علاقو کښې نشاندهي اوکړي چې کوم ځائے کښې هوابازي پيش نظر اوچت عمارتونه تعميرات اونکړې شي او سي ډي اے حکام دې د عمارتونو په حواله قواعد و ضوابط جوړ کړي
په دې لړ کښې سي ډي اے حکام ته هدايات جاري شوي چې په يوه هفته کښې دې دننه عمارتونو او ډيزائن منظورۍ باندې د عمل درآمد بهتر کړې شي او دغې خبره دې يقيني کړې شي چې آټو مشين خودکاري نظام او کم نه کم انساني دخل پکښې شامل وي
وزيراعظم عمران خان دا هم هدايات جاري کړي چې کچه آبادو سره اوچت عمارتونو تعمير په حواله دې هم پاليسي جوړه کړې شي