کۀ چرې په نړيوال مارکيټ کښې تيل ارزان شول نو پاکستان کښې به هم د خپل وس مطابق نرخونه راکموؤ

وزيرخزانه مفتاح اسماعيل چې وئيلي دي کۀ چرې په نړيوال مارکيټ کښې تيل ارزان شول نو پاکستان کښې به هم د خپل وس مطابق نرخونه راکموؤ،د کپتان په دورحکومت کښې خو ملک ديواليه کيدو طرفته نزدے شوے وو،د يوسل شل اربه روپو خساره ئې راته پريښي وه

اسلام اباد کښې د خبري غونډي په مهال د وزيرخزانه مفتاح اسماعيل وينا وه چې ډير په مشکل حالاتو کښې مو بجټ پيش کړے،او کوم بجټ چې مو وړاندې کړے په هغې کښې مو هم په مالدارو باندې ټيکس لګولے،وائي چې صبا له به په اسمبلۍ کښې په بجټ باندې د تقاريرو سيشن ختم کړو مفتاح اسماعيل زياته کړي چې د وزيراعظم د ځامنو په کمپنيانو باندي هم ټيکسونه لګولے شوي،زما پخپله کمپنۍ باندي به هم مزير ټيکسونه لګي،پي ټي آئي چې کوم ټيکسونه لګولي وو نو هغه به د غريبانانو د جيبونه نه ويستلے کيدل،وائي چې د آئي ايم ايف سره په معاهده کښې هم پرمختګ شوے او د چين نه به راته هم په ورځ دوه کښې دوه اعشاريه درے اربه ډالره ميلاو شي مفتاح اسماعيل مخکښې وئيلي چې ملک کښې به راتلونکې څوورځو کښې غوړي او خوراکي تيل ارزان شي،وائي چې شپيتۀ لاکهه خاندانونو ته ريليف ورکول زمونږه هدف دے،د لسو لاکهو کورنو رجسټريشن مکمل شويدے