کے پي فوډ اتهارټي پيښور کښې د ميلاوټ مافيا خلاف کاروائي دوران زر ليټره پئې تلف کړې

کے پي فوډ اتهارټي پيښور کښې د ميلاوټ مافيا خلاف کاروائي دوران زر ليټره پئې تلف کړې

کے پي فوډ اتهارټي د پيښور په پهاړي پوره سيمه کښې د ميلاوټ مافيا خلاف کاروائي دوران زر ليټره پئې تلف کړې، د غير معياري خوراکي مواد په خرڅولو ئي دري کسان هم ګرفتار کړي،
د خيبر پښتونخوا فوډ اتهارټي حکامو له لوري جاري شوي تفصيلاتو مطابق په پهاړي پوره سيمه کښې د ميلاوټي پئيو او غير معياري خوراکي سامان خرڅوونکو خلاف کريک ډاون شوې،
کريک ډاون دوران زر ليټر ميلاوټي پئي په موقعه تلف کړې شوي، دغه رنګه غير معياري پاپړ جوړونکي فيکټري هم سيل کړې شوې، د فيکټري د عملې درې کسان په موقعه ګرفتار کړې شويدي
حکام زياتوي چي په غير معياري خوراکي سامان خرڅولو دري دوکانونه هم سيل کړې شويدي