ګرانۍ خلاف داولس صبر تمام شوې ، مختلفو سيمو کښې مظاهرې

مهنګائي خلاف د اولس صبر تمام، مختلف سيمو کي خلکو د ګراني په ضد احتجاج کړي، هنګو،مهمند ،، کوز دير، سوات، مالاکنډ، پيښور او نورو سيمو کي د سياسي ډلو کارکنان په سړکونو راوتلي، دوي د حکومتي معاشي پاليسي او ټيکسونو خلاف نعره بازي کړي، مظاهرچيانو مطالبه کړي چي سرکاري دي د امروزه استمال څيزونو په نرخونو کي کمے راولي ، ځکه چي مهنګائي د اولس ژوند په عذاب کي اچولے

مهنګائي نه تنګ راغلي اولس ، اخر کار د روډونو مخه اوکړه، پيښور، صوابي، نوښار، سوات،مالاکنډ ، کوز دير او نورو سيمو کي احتجاجي مظاهرے شوي، د سياسي ډلو کارکنان او عام خلکو دغي مظاهرو کي شرکت کړي، مظاهرچيانو د مهنګائي او حکومت خلاف بينري پورته کړي وي، د احتجاج کونکو وينا وه چي تحريک انصاف حکومت په دريو کالو کي تاريخي ګراني راوستي، د خلکو ژوند په عذاب کي اچولے شوي، اوړه، چيني، غواړي ګران کړي شوي، د بجلي او پيټرول قيمت کي اضافے سره د عام خلکو بجټ سخت متاثر شوي، احتجاج کونکو د حکومت خلاف سخته نعره بازي هم کوله