ګرانۍ کښې د کمۍ هيڅ امکان نشته ، وزير خزانه شوکت ترين

ګرانۍ کښې  د کمۍ هيڅ امکان نشته ، وزير خزانه شوکت ترين عوام خبرداره کړل چي تر سو د کورونا اثرات نه ئي کم شوي حالات به هم دغه شان وي

وزير خزانه شوکت ترين واشنګټن کښ پريس کانفرنس په وخت ويلي دي چي تيل پشمول د نورو څيزونو قيمتونه په ټولي دنيا کښ سيوا شوي دي او په وجه ئي نه پوهيګو ۔ وزير خزانه اوويل چي تر سو چي د کورونا اثرات نه ئي ختم شوي د ګرانۍ کميدو هيڅ امکان نشته ۔ شوکت ترين اوويل چي د ملک څلويښت فيصده آبادۍ له به ټارګټد سبسډي ورکولي شي ۔ شوکت ترين وينا وه چي مونګ سره ډيټا بيس موجود دي د کوم نه چي پته لګي چي د کوم کور څومره آمدن دي ۔ وزيرخزانه زياته کړه چي آئي ايم ايف نه يو ارب ډالر ملاويدو توقع ده ، آئي ايم ايف ته اعدادوشمار ورکړي شوي دي د کوم چي به يو څو ورځو کښ توثيق اوشي