ګليات کښې د دوه ورځو راهسې جاري برفباري ودرېدلې ده

ګليات کښې د دوه ورځو راهسې جاري برفباري ودرېدلې ده

ګليات کښې د دوه ورځو راهسې جاري برفباري ودرېدلې ده، ترجمان ګليات ډيولمپنټ اتهارټي وائي چې د سړکونو د بحالۍ کار روان دے او ډير زر به ټولې لارې د تګ راتګ لپاره کليئر کړے شي
ګليات کښې دوه ورځو راهسې جاري برفباري ودرېدلې ده ،برفبارۍ له وجې مختلف سړکونه او لارې بندې شويدي، ترجمان جي ډي اے وائي چې د سړکونو بحالۍ باندې کار روان دے او ډيرې زر به ټولې لارې د تګ راتګ لپاره بحال کړے شي، ترجمان جي ډي اے عوامو او سېلګرو ته هدايت کړي چې سفر کښې دےاحتياط نه کار واخلي او هنګامي صورتحال نه بچ کېدو لپاره دې کنټرول روم سره په رابطه کښې وسي ، ترجمان د اولس ته اپيل کړيدے چې د لارو بحالۍ لړ کښې دې د انتظاميه سره تعاون وکړي